قُلْ إِنِّي أَخَافُ إِنْ عَصَيْتُ رَبِّي عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ
اوایه: یقیناً زه ویریږم که نافرمانی اوکړم دحکم درب خپل دعذاب د ورځی لوی نه -
دی کښی د دریم سوال جواب دی سوال دادی چه په نه منلوڅه نقصان راځی؟ جواب په دریم قل سره دی چه دلوی عذاب ویره ده (عَصَيْتُ رَبِّي) دلته مراد عصیان دی په شرک کولوسره اوخوف دعذاب عظیم دلالت کوی په گناه کبیره کیدلو باندی (يَوْمٍ عَظِيمٍ) نوم دی دنومونو دورځ دقیامت نه -