الأنعام ۱۳

وَلَهُ مَا سَكَنَ فِي اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ

اوخاص اللّه تعالٰی اختیارکښی دی هغه څه چه آرام کوی په شپه کښی اوخوزیږی دورځی، اوهغه هرڅه آوری اوپه هرڅه پوهه دی -

دا بل دلیل دی (سَكَنَ) ارام کوی دشپی او خوریږی (وَالنَّهَارِ) په ورځ کښی نشر (خوریدل) لفظ‌ پټ دی په دلیل دسورة فرقان (۴۷) سره او تخصیص دسکون ئی ددی وجی نه اوکړو چه رحمت او نعمت په سکون کښی زیات دی دحرکت اود نشرنه - مخکښی دلیل دمکانیاتوپوری متعلق وؤ اودا دلیل دزمانیاتوسره تعلق لری - اوکه سکن په معنیٰ داوسیدلوسره وی نوبیا نشرته ضرورت نیشته -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل