الأنعام ۱۲

قُلْ لِمَنْ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ قُلْ لِلَّهِ كَتَبَ عَلَى نَفْسِهِ الرَّحْمَةَ لَيَجْمَعَنَّكُمْ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ لَا رَيْبَ فِيهِ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنْفُسَهُمْ فَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ

اوایه: چالره دی؟ اختیار دهغه څه چه په آسمانونوکښی دی اوځمکه کښی دی؟ اووایه اللّه تعالٰی لره دی لازم کړی دی په خپل ځان باندی رحم کول خامخا به جمع کړی تاسو په ورځ دقیامت کښی شک نیشته په هغی کښی هغه کسان چه تاوان کښی اچولی دی ځانونه خپل پس دوی ایمان نه راوړی -

ددی ځای نه دوهم باب دی تر (۳۷) پوری په دی کښی څلورعقلی دلیلونه دی اوڅلورطریقی دتعلیم دی په لفظ دقل سره اوڅلورزجرونه دی او څلورتسلئ دی اوڅلورتخویف اخروی اویوتزهید فی الدنیا اودیوسوال جواب دی - دا آیت دلیل اعترافی سکوتی دی چه اختیاردبره اوښکته دیو اللّه تعالٰی دی اوهغه په ځان باندی رحم لازم کړی دی دپاره دایمان والو داسی ددی سورت په ۵۵ کښی دی اورحم په کافرانوباندی دادی چه عذاب ئی دهغوی نه ترورځ دقیامت پوری روسته کړی دی لیکن کوم خلق چه ځان ئی په نقصان کښی اچولی دی اودتوحید نه منکردی پس هغوی پس ددلیل نه هم ایمان نه رواړی - (سوال) عدم ایمان سبب دی دپاره دخسران اوددی ځای نه برعکس معلومیږی (جواب) دلته خسران نه مراد دادی چه کاردعلق او علم ئی پریخودلی دی دلیلونودقرآن ته غوږ نه نږدی اوپه تقلید کښی اخته شوی دی نودا سبب دی دپاره دعدم ایمان - نوپه دی آیت کښی اول دلیل عقلی اعترافی دی بیاترغیب دی ایمان ته بیاتخویف دی بیازجر دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل