وَلَوْ جَعَلْنَاهُ مَلَكًا لَجَعَلْنَاهُ رَجُلًا وَلَلَبَسْنَا عَلَيْهِمْ مَا يَلْبِسُونَ
اوکه جوړکړی وی مونږرسول ملک نوخامخاجوړکړی به وی مونږدی سړی (په شکل کښی) اوخامخا شک به راوستی وی مونږپه دوی باندی هغه چه کوم اوس شک کوی -
دا دریم سوال جواب دی د سوال داچه رسول (بشر) په ځای ملک ولی نه راځی؟ (جواب) اوشو چه هغه به ضرور په شکل دبشرکښی راخی، نوبیابه په تاسواشتباه راځی وجه داده چه د اللّه تعالٰی احسان دی چه هری نوعی د مخلوق نه دهغوی رسول رالیږی دی دپاره چه هغه نه پوره فائده حاصله کړی (لَلَبَسْنَا) یعنی اوس په اشتباه کښی دی درسول نه چه دابشردی نوبیابه هم داسی شبه کښی وی -