وَلَقَدِ اسْتُهْزِئَ بِرُسُلٍ مِنْ قَبْلِكَ فَحَاقَ بِالَّذِينَ سَخِرُوا مِنْهُمْ مَا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ
اویقیناً توقی کړی شوی دی په ډیررسولانوپوری ستانه مخکی پس راگیرکړوهغه کسانو لره چه مسخری ئی کولی ددوی نه (عذاب) دهغه څه چه دوی ورپوری ټوقی کولی -
دا تسلی ده نبی ﷺ ته اومراد ددی استهزاء نه دغه سوالونه دی چه بیان شول اودهغی په مثل نور - او داستهزاء سره مسخره لازمه ده ځکه ئی سخروا ورپسی ذکر کړوځکه چه په استهزاء کښی معنیٰ دسپکوالی پرته ده (فَحَاقَ) په معنیٰ دنزل، حَلَّ اواحاط سره راغلی دی -