وَقَالُوا لَوْلَا أُنْزِلَ عَلَيْهِ مَلَكٌ وَلَوْ أَنْزَلْنَا مَلَكًا لَقُضِيَ الْأَمْرُ ثُمَّ لَا يُنْظَرُونَ
او دوی وائی: ولی نشی نازلیدی په ده باندی ملک؟ اوکه نازل کړی وی مونږملک خامخا فیصله به شوی وی دکار ددوی بیابه ورله مهلت نشی ورکیدی -
دادوهم سوال دی چه ملک په ده باندی ولی نه راځی چه دده سره ویره ورکونکی شی لکه په سورة فرقان (۷) کښی دی نودهغی جواب اوشو (لَقُضِيَ الْأَمْرُ) مراد ددی نه نزول دعذاب دی لکه چه سورة فرقان (۲۲) اوسورة حجر (۸) کښی دی -