الأنعام ۷

وَلَوْ نَزَّلْنَا عَلَيْكَ كِتَابًا فِي قِرْطَاسٍ فَلَمَسُوهُ بِأَيْدِيهِمْ لَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا إِنْ هَذَا إِلَّا سِحْرٌ مُبِينٌ

اوکه نازل کړی وی مونږ په تاباندی غونډ کتاب (انعختی) په کاغذونوکښی پس لگولی به وی دوی په هغی لاسونه خپل خامخا اوبه وائی کافران نه دی دا مگر جادو ښکاره دی -

دادری سوالونو جوابونه دی، اول سوال په یوځل کتاب راوړه دهغی جواب دی په (۷) کښی (فِي قِرْطَاسٍ) لیکلی شوی کاغذته قرطاس وئیلی شی (كِتَابًا) په معنیٰ د مکتوب سره دی یامراد کتاب دی اوتقدیر دادی ملفوفا (انغښتی شوی) سوال: فرء باعینهم ئی ولی ذکر نه کړو؟ (جواب) سمعانی وئیلی دی چه لمس ډیر ابلغ دی په حصول دعلم کښی ځکه چه به مرئی سحرراځی اوپه ملموس سحرنه راځی اوبله وجه داده چه لمس خوړاندوته هم شامل دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل