أَلَمْ يَرَوْا كَمْ أَهْلَكْنَا مِنْ قَبْلِهِمْ مِنْ قَرْنٍ مَكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ مَا لَمْ نُمَكِّنْ لَكُمْ وَأَرْسَلْنَا السَّمَاءَ عَلَيْهِمْ مِدْرَارًا وَجَعَلْنَا الْأَنْهَارَ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهِمْ فَأَهْلَكْنَاهُمْ بِذُنُوبِهِمْ وَأَنْشَأْنَا مِنْ بَعْدِهِمْ قَرْنًا آخَرِينَ
آیا دوی نه گوری چه څومره هلاک کړی دی مونږددوی نه مخکښی قومونه (پیړئ) ځای ورکړی ؤو مونږهغوی ته په ځمکه کښی دومره چه نه دی درکړی تاسوته اورا اولیږل مونږباران دبره نه په هغوی باندی پرله پسی (په قدردضرورت) اوگرځولی وی مونږولی چه بهیدلی به لاندی دبنگلو ددوی نه، پس هلاک کړل مونږ دوی په سبب دگناهونو ددوی اوپیداکړو مونږ روستو ددوی نه قوم نور -
دا ویره دنیوی ده په دی کښی ئی دری انعامات ذکرکړی دی ، تمکین او بارانونه اونهرونه - اودری احوال ئی ذکر کړل چه هغه دوه کرته ذکر داهلاک دی اودریم پیداکول دنورو قومونو روستو ددوی نه (قَرْنٍ) هغه ډله دخلقو چه په یوزمانه کښی دی اودارنگ یوموده دزمانی چه تقریباً سل کاله دی (مَكَّنَّاهُمْ) تمکین نه مراد مکانات بنگلی او بادشاهی اومالداری ده (وَأَرْسَلْنَا) اشاره ده لکه چه دوی سرمایه دار وؤ نودارنگ جاگیردار هم وؤ نواوچی ځمکی په بارانونه سره ابادی شوی (مِدْرَارًا) پرله پسی خودحاجت موافق (تَحْتِهِمْ) ددوی دبنگلو دلاندی اوددوی په انتظام او اختیارکښی دی ددی وجی نه تحتهم ئي ذکرکړو (فَأَهْلَكْنَاهُمْ) اول اهلکنا په معنیٰ دارادی د اهلاک دی اودافعل دهغی دی یا اول اهلاک په سبب دشرک سره دی اودوهم اهلاک په سبب دنورو گناهونوسره -