بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَجَعَلَ الظُّلُمَاتِ وَالنُّورَ ثُمَّ الَّذِينَ كَفَرُوا بِرَبِّهِمْ يَعْدِلُونَ
ټول صفتونه دخدائیتوب خاص اللّه تعالٰی لره دی هغه ذات دی چه پیدا کړی دی آسمانانونه اوځمکه او جوړی کړی دی تیاری او رنړا بیاهم (لری خبره ده) چه داکافران درب خپل سره برابر گنړی نور خلق -
ربط: دسورة انعام دمخکښی سورة سره دادی چه مخکښی سورت کښی ترغیب وؤ په لوظونوپوره کولو چه هغه په باره دحلال او حرام کښی وؤ اورد وؤ په شرک دنصاریٰ باندی نودی سورت کښی اصل مقصد چه توحید دی دهغی تفصیل کوی په دلیلونوسره -
توحید ثابت کول دی په دلیلونو عقلی او نقلی سره اورد دی په ټولو اقسامو دشرک اوپه مشرکانوباندی سرهٔ د طریقو دتعلیم نه -
په سورت کښی دوه حصی دی اوله حصه تر (۱۱۷) پوری ده په هغی کښی رد دی په شرک اعتقادی باندی اوپه دی کښی شپږبابونه دی اول باب تر (۱۱) پوری دی په دی کښی دعویٰ دتوحید اوپه هغه باندی دری عقلی دلیلونه دی اوپه هریوکښی دری دری امور دی ، بیازجر دی په دری طریقو سره، بیاتخویف دنیوی دی په دری طریقوسره، بیا جوابونه ددری سوالونو اوآخر کښی تسلی ده په دری طریقوسره -
په دی کښی دعویٰ دتوحید ده اول دلیل عقلی دی چه هغه دری قسمه دی علوی سفلی وسطی - (الظُّلُمَاتِ وَالنُّورَ) مراد ددی نه عام دی که محسوسی وی لکه شپه اوورځ یامعنوی وی لکه شرک او توحید جهل او علم (ثُمَّ الَّذِينَ كَفَرُوا بِرَبِّهِمْ) دازجردی منکرینوته اوثم دتعقیب ذکری دپاره دی یا داستبعاد دپاره دی (يَعْدِلُونَ) دعدل نه دی برابرئ ته وئیل شی اوبربهم متعلق دی په یعدلون پوری یعنی دخپل رب سره نور مخلوق برابروی یعنی شرک کوی یادعدل نه دی اوبربهم متعلق دی په کفروا پوری یعنی عدول (مخ اړوی) دحق نه (ظُّلُمَاتِ) جمع ئی ذکر کړی ده ځکه چه دهغی اقسام او اسباب اوافراد ډیردی اونوریو دی -