لِلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا فِيهِنَّ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
خاص اللّه تعالٰی لره ده بادشاهی د آسمانونو او دځمکی اودهغه څه چه په دوی کښی دی اوهغه په هرڅیز قدرت لرونکی دی -
دا اختتام دسورة دی په دعویٰ دتوحید سره دپاره د رد دنصاراؤ نواشاره ده چه عیسیٰ علیه السلام اوموردهغه لره ملک او قدرت هرڅیزنیشته نو هغوی الٰه نشی کیدلی (لَهُمْ جَنَّاتٌ) نودابه څوک ورکوی حاصل دجواب دادی چه داکار اوقدرت د اللّه تعالٰی دی (وَمَا فِيهِنَّ) هغه مخلوق چه په آسمانونوکښی دی اوکه په ځمکه کښی دی ملائک، انسانان، پیریان، حیوانات، نباتات او جمادات وغیره -