قَالَ اللَّهُ هَذَا يَوْمُ يَنْفَعُ الصَّادِقِينَ صِدْقُهُمْ لَهُمْ جَنَّاتٌ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ
اوبه وائی اللّه تعالٰی دا ورځ ده چه فائده به ورکوی رشتیا ویونکوته رشتیاوئیل دهغوی (په دنیاکښی) دوی لره جنتونه دی چه بهیږی لاندی دهغی نه ولی همیشه به وی دوی په هغی کښی همیشه، رضا دی اللّه تعالٰی ددوی نه اورضا دی دوی دهغه نه دا کامیابی لویه ده -
دابشارت دی متعلق دحال دعیسیٰ علیه السلام سره ( هَذَا يَوْمُ) مراد ددی نه ورځ دقیامت ده ددی تخصیص ئی ددی وجی نه اوکړو چه په دغه ورځ به پوره جزا ملاویږی (يَنْفَعُ الصَّادِقِينَ صِدْقُهُمْ) مراد دصدق ددوی نه رشتیاوئیل اوکول دی په دنیاکښی ځکه چه دنیا دعمل کولوځای دی نوالصادقین نه مراد هغه څوک دی چه همیشه ئی رشتیاوئیلی وی نو اول په هغی کښی توحید دی ددی وجی نه ابن کثیروئیلی دی الصادقین، الموحدین دی اودعوت کوونکی دحق دی - چه اول په هغی کښی انبیاء علیهم السلام داخل دی اودنفع نه مراد ثوابونه اخروی دی یاصدق نه مراد صدق دی په آخرت کښی لکه چه د عیسیٰ علیه السلام بیان کول (په آخرت کښی) ذکرشو لیکن داصدق ددنیا دصدق سره موافق دی نومراد دنفع دادی چه دمؤاخذی او دخلقو ملامتیانه به بچ شی اوثوابونه حاصل کړی - اوهرچه ابلیس دی په ورځ دقیامت لکه په سورة ابراهیم ۲۲ کښی دی نوهغه صدق ددنیا دعمل دهغه سره موافق نه وؤ ځکه ورته فائده نه ورکوی (لَهُمْ جَنَّاتٌ) دابیان دنفع دی ددی وجی نه عطف ئی نه دی ذکر کړی (رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ) په سبب دطاعت او رشتیا وئیلوسره ددوی په دنیاکښی (وَرَضُوا عَنْهُ) دوی په دنیاکښی رضا په قضا د اللّه تعالٰی کړی وه نوپه آخرت کښی سبب رضا کثرت نعمتونه دی د اللّه تعالٰی دطرف نه -