المائدة ۱۱۸

إِنْ تُعَذِّبْهُمْ فَإِنَّهُمْ عِبَادُكَ وَإِنْ تَغْفِرْ لَهُمْ فَإِنَّكَ أَنْتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ

که ته عذاب ورکوی دوی ته پس یقیناً دوی ستابندگان دی اوکه ته بخنه کوی دوی ته پس یقیناً ته زورآور ئی حکمتونووالائی -

داهم قول د عیسیٰ علیه السلام دی نوبنا په قول دسدی او قطرب باندی داقول په دنیا کښی وؤ نومعنیٰ داده (إِنْ تُعَذِّبْهُمْ) که ته دوی په کفرباندی باقی پاتی کړی اوبیا آخرت کښی عذاب ورکړی نوپه تااعتراض نیشته ځکه چه (فَإِنَّهُمْ عِبَادُكَ) او (إِنْ تَغْفِرْ لَهُمْ) یعنی توفیق دتوبی ورکړی نوبخنه ورته دتوبی په وجه سره اوکړی نوته ددی نه عاجزنه ئی ځکه چه (فَإِنَّكَ أَنْتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ) لیکن هر کله چه مخکښی ثابت شوه چه قول دسدی ضعیف دی نوبنا په قول د جمهورو مفسرینو دابه په آخرت کښی وی - (سوال) هرکله چه ددغه نصاراؤ کفراو شرک او دروغ ثابت شول نود هغوی دپاره څرنگ سفارش کوئ؟ (جواب) ابن کثیر او خازن وغیره وئیلی دی چه دا سفارش کول نه دی بلکه تفویض (سپارل) دی مشیّت او ارادی د اللّه تعالٰی ته او برائت دی د عیسیٰ علیه السلام د نصاراؤ نه او دلیل دادی چه د ان تغفرنه روستو غفورالرحیم نه دی وئیلی ځکه چه مقصد طلب مغفرت نه دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل