الأنعام ۲

هُوَ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ طِينٍ ثُمَّ قَضَى أَجَلًا وَأَجَلٌ مُسَمًّى عِنْدَهُ ثُمَّ أَنْتُمْ تَمْتَرُونَ

خاص اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه پیدا کړی ئی تاسودخټی نه بیائی فیصله کړی د نیټی دمرگ، اونیټه چه مقرر ده (ټول مخلوق دپاره) په علم د اللّه تعالٰی کښی ده بیاهم تاسو شک کوئ‌ -

دادوهم دلیل عقلی دی او (أَجَلًا) نه مراد مرگ دی او دوهم (أَجَلٌ) نه مراد نیټه دقیامت ده، اوپه دی کښی دری اموره دی (مِنْ طِينٍ) دټولو انسانانو اصل ماده اواوله ماده ده - یا مراد دادی چه ستاسو پلارئی دخټی نه پیداکړی دی په لفظ دتین کښی اشاره ده چه په انسان کښی استعداد دعلم اوکمال شته په محنت سره لکه چه دخټی نه ښه څیزونه جوړیږی په محنت سره (قَضَى أَجَلًا) داد ولادت نه ترمرگه پوری ده (وَأَجَلٌ مُسَمًّى) داد مرگ نه تر بعث پوری ده دایوقول دی دوهم داچه اول اجل نفس نیټه دمرگ اودوهم اجل ورځ دقیامت ده - اودا غوره قول دی (تَمْتَرُونَ) دمریة نه ماخوذ دی په معنیٰ دشک سره یا دمِراء‌ نه دی په معنیٰ دجگړه کولو سره اوثم داستبعاد دپاره دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل