قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ اللَّهُمَّ رَبَّنَا أَنْزِلْ عَلَيْنَا مَائِدَةً مِنَ السَّمَاءِ تَكُونُ لَنَا عِيدًا لِأَوَّلِنَا وَآخِرِنَا وَآيَةً مِنْكَ وَارْزُقْنَا وَأَنْتَ خَيْرُ الرَّازِقِينَ
اوئیل عیسیٰ علیه السلام ځوی دمریم ای اللّه ربه ځمونږنازل کړی په مونږباندی دسترخوان دآسمان نه چه وی مونږله اختر مخکنوځمونږلره اوروستنو ځمونږلره او نښه به وی ستانه اورزق راکړی مونږله اوته غوره درزق ورکؤونکو نه ئی -
هرکله چه عیسیٰ علیه السلام پوهه شو چه ددوی مقصد صحیح دی نودعائی اوغوختله اشاره ده احتیاج دهغه ته په دی واقعه کښی اودارنگ ددی نه معلومه شوه چه انبیاء علیهم السلام په معجزاتو کښی اللّه تعالٰی ته محتاج دی (اللَّهُمَّ رَبَّنَا) صفت د الوهیت او ربوبیت ئی دواړه په وسیله کښی ذکر کړی دی دډیرتضرع دپاره (مَائِدَةً) کوفیان وائی په دی کښی معنیٰ دفاعلیت ده یعنی لاسونه دخوراک والو ځان ته مائل کوی اوبصریان وائی داپه معنیٰ دمفعول ده یعنی لاسونه دخوراک والو هغی ته مائل کیږی - (عِيدًا) دعود نه ماخوذ دی ځکه چه هغه په هرکال کښی واپس (دوه کرته) راځی په خوشحالولو سره نودلته معنیٰ عرفی مراد ده یا معنیٰ لغوی مرادده (خوشحالی باربار) اودا معنیٰ غوره ده اووئیلی شویدی چه مائده په ورځ داتوار نازل شوی وه ددی وجی نه دوی په ورځ داتوار باندی عید مناؤ کړو لیکن داقول خلاف دی د حدیث صحیح نه (مضمون ئی دادی چه یهودو دځان دپاره دخالی ورځ او نصاراؤ داتوار ورځ مقررکړه او اللّه تعالٰی مونږته هدایت اوکړو دپاره دورځ دجمعی) نومعلومه شوه چه ورځ داتوار جوړول خلاف ده د هدایت د اللّه تعالٰی نه ( لِأَوَّلِنَا وَآخِرِنَا) په هغه زمانه کښی حاضرین او روستو راتلونکی دروستودپاره دعید کولو وجه داده چه هغوی به ددی مائدی نه خوری اودا به باقی وی یعنی یااللّه دمائده جاری اوساتی (وَارْزُقْنَا) یعنی دامائده مونږدپاره رزق اوگرځوی -