قَالُوا نُرِيدُ أَنْ نَأْكُلَ مِنْهَا وَتَطْمَئِنَّ قُلُوبُنَا وَنَعْلَمَ أَنْ قَدْ صَدَقْتَنَا وَنَكُونَ عَلَيْهَا مِنَ الشَّاهِدِينَ
اوئیل دوی غواړومونږچه خوراک اوکړو دهغی نه اوچه کلک شی زړونه ځمونږ اوښه پوهه شو چه تارشتیا وئیلی دی مونږته اوشوبه مونږه په هغی باندی د گواهی کؤونکونه -
داذکر دعذر اوسبب دطلب مائده دی (نُرِيدُ أَنْ نَأْكُلَ مِنْهَا) څلورمقاصد ئی ذکرکړی دی اول خوراک کول قرطبی دماوردی نه نقل کړی دی چه دلته مراد اکل دپاره دحصول دبرکت دی (وَتَطْمَئِنَّ قُلُوبُنَا) مراد داطمینان نه زیادت دیقین دی په قدرت د اللّه تعالٰی باندی یااطمینان په دی خبره چه اللّه تعالٰی مونږ ددعوت ددین دپاره منتخب کړی یو (وَنَعْلَمَ أَنْ قَدْ صَدَقْتَنَا) مراد علم نه زیادت دعلم دی په صدق د رسالت دهغه باندی (وَنَكُونَ عَلَيْهَا مِنَ الشَّاهِدِينَ) مراد ددی نه شهادت د توحید د اللّه تعالٰی دپاره اودرسالت درسول دپاره یا شهادت په معنیٰ دخبرورکوؤنکی دی غائبینوته په صدق دتوحید اورسالت او ددی معجزی -