المائدة ۱۱۲

إِذْ قَالَ الْحَوَارِيُّونَ يَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ هَلْ يَسْتَطِيعُ رَبُّكَ أَنْ يُنَزِّلَ عَلَيْنَا مَائِدَةً مِنَ السَّمَاءِ قَالَ اتَّقُوا اللَّهَ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ

کله چه اوئیل حواریانو: ای عیسیٰ ځویه دمریم آیا اونه منی ستارب چه رانازل کړی په مونږباندی یودسترخوان د آسمان نه اوئیل هغه اویریږئ د اللّه تعالٰی که تاسو یئ مؤمنان -

په دی آیت اوورپسی آیت کښی تمهید دی دپاره ددعا دمائدی اودنزول د هغی اوپه دی واقعه کښی ذکر دپنځم احتیاج د عیسیٰ علیه السلام دی اللّه تعالٰی ته په باره دمعجزی دمائده کښی (يَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ) مهائمی ویلی دی چه دی خطاب کښی اشاره ده چه مونږتا عبد د اللّه تعالٰی گنړومونږتاته الٰه یا ابن اللّه نه وایو ددی وجی ستانه دعا غواړو اوانزال دمائدی ستا په اختیارکښی نیشته (هَلْ يَسْتَطِيعُ) (سوال) حواریین خوکامل مؤمنان دی اوهغوی اللّه تعالٰی او دهغه صفتونه پیژنی نودهغوی د اللّه تعالٰی په قدرت کښی شک نیشته نوهل یستطع ئی ولی اوئیلو؟ (جواب) د ااستفهام تقریری دی هل په معنیٰ دقد سره دی اوداتاویل په دی سبب سره دی چه خازن وئیلی دی چه نه دی جائز هیچ چالره چه وهم اوکړی په حواریین کښی چه هغوی شک کوؤ په قدرت د اللّه تعالٰی کښی (مَائِدَةً مِنَ السَّمَاءِ) په مائده کښی دوه قولونه دی اول داچه نفس تیارطعام ته وئیلی شی دوهم داچه دسترخوان چه په هغی باندی طعام پروت وی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل