المائدة ۱۱۱

وَإِذْ أَوْحَيْتُ إِلَى الْحَوَارِيِّينَ أَنْ آمِنُوا بِي وَبِرَسُولِي قَالُوا آمَنَّا وَاشْهَدْ بِأَنَّنَا مُسْلِمُونَ

اوکله چه واچولو ماپه زړه دحوارینوکښی چه ایمان راوړئ‌ په ما اوپه رسول ځما اوئیل دوی ایمان راوړی دی مونږاوته گواه شه چه یقیناً مونږه منونکی یو -

روستو دذکر دنعمتونولازمه نه ذکردمتعدی نعمتونوکوی اوپه دی کښی د عیسیٰ علیه السلام څلورم احتیاج الی اللّه ذکر کوی یعنی حواریین ملگری کول د عیسیٰ علیه السلام سره لکه چه زمونږ دنبی ﷺ صحابه هم اللّه تعالٰی پیداکړی وؤ دهغه دملگرتیا او تائید دپاره ( الْحَوَارِيِّينَ) جمع دحواری ده اوماخوذ دی دحورنه په معنیٰ دسپین والی نوحواری داسی دوست ملگری ته وئیلی شی چه مخلص اواراز دار وی زړه ئی سپین وی (خالی دمنافقت نه) (قَالُوا آمَنَّا وَاشْهَدْ بِأَنَّنَا مُسْلِمُونَ) قاعده داده چه ایمان او اسلام یوځای ذکرشی نوپه هغی کښی فرق مقصد وی نوایمان صفت دزړه دی اواسلام نوم دظاهری اعمالودی نوددی وجی نه ایمان ئی مخکی کړوپه اسلام باندی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل