قَالَ اللَّهُ إِنِّي مُنَزِّلُهَا عَلَيْكُمْ فَمَنْ يَكْفُرْ بَعْدُ مِنْكُمْ فَإِنِّي أُعَذِّبُهُ عَذَابًا لَا أُعَذِّبُهُ أَحَدًا مِنَ الْعَالَمِينَ
اوفرمائیل اللّه تعالٰی یقیناً زه نازلوونکی دهغی یم په تاسوباندی، پس چاچه کفراوکړو روستو ددی ستاسونه زه به عذاب ورکړم هغه لره داسی عذاب چه نه به ورکړی وی ما داسی عذاب هیچ چاته دخلقو نه -
په دی آیت کښی ذکر داجابت ددعا دعیسیٰ علیه السلام دی سره دذکر دادب نه په طریقه دتخویف سره ( فَإِنِّي أُعَذِّبُهُ عَذَابًا) په دی کښی اشاره ده یوقوم چه معجزه طلب کړی اوهغوی ته نصیحت هم اوکړی شی اودهغی باوجود دهغی معجزی انکاریا بی ادبی کوی نوهغه دسخت عذاب مستحق دی -
فائده: په نزول دمائده کښی اختلاف دی حسن بصری او مجاهد نه ابن جریر او ابن کثیر په صحیح سند سره نقل کړی دی چه هرکله دوی داسخت تخویف واوریدلو نودوی مطالبه پریخودله او مائده نازله نه شوه اوددی قول تقویت په دی وجه سره کیدی شی چه دنزول دمائدی خبرپه نصاریٰ کښی مشهورنه دی اونه دهغوی په کتاب کښی شته دی - دوهم قول دجمهور اهل علمودی چه مائده نازل شوی ده اوابن جریرداقول غوره کړی دی په دی دلیل چه اللّه تعالٰی وعده کړی وه چه (إِنِّي مُنَزِّلُهَا) او اللّه تعالٰی خپله وعده پوره کوی اوپه دی باندی ډیراثار دسلفونه دلالت کوی چه دیو دهغی نه ترمذی مرفوع سند سره نقل کړی دی (په کتاب التفسیرکښی) چه نازل شوی وه مائده دآسمان نه ډوډئ اوغوښه اودوی ته امر کړی شوی وؤ چه خیانت به نه کوئ اودصبادپاره په ذخیره نه کوئ نودوی خیانت اوکړو او ذخیره ئی اوکړله اودصبا دپاره ئی کیخودل شروع کړل نوددوی شکلونه دشادوگانو اوخنزیرانوپه شان اوگرځیدل او اول قول والا چه وئیلی دی چه نصاریٰ په کتاب کښی نیشته دهغی جواب دادی چه په دی واقعه کښی دهغوی دمشرانو مسخ ذکر شویده ددی وجی نه دوی داواقعه پټه ساتله - اوخپلو کتابونوکښی ئی لیکلی نه ده -