وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا إِلَى مَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَإِلَى الرَّسُولِ قَالُوا حَسْبُنَا مَا وَجَدْنَا عَلَيْهِ آبَاءَنَا أَوَلَوْ كَانَ آبَاؤُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ شَيْئًا وَلَا يَهْتَدُونَ
اوکله چه اوئیلی شی دوی ته راشئ هغی ته چه نازل کړی دی اللّه تعالٰی او (راشئ) رسول ته وائی دوی پوره ده مونږله هغه لار چه موندلی دی مونږپه هغی باندی مشران خپل آیا اگرچه ؤو مشران ددوی نه پوهیدل په څه شی ددین باندی اونه ئی صحیح لارموندلی وه -
په دی کښی زجردی په تقلید کولو دجاهلانو اوابطال دی ددلیل دباطل پرستانو چه اتباع د آباؤ ده یعنی دوی په شرکیاتو او په جوړلو دبحیره سائبه وغیره کښی دلیل شرعی نه لری بل دلیل ئی طریقه مشرانو ده (وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ) مجهول صیغه دپاره دتعمیم دقائلانوده یعنی چه هرڅوک او هروخت چه هغوی ته دا دعوت ورکړی شی (تَعَالَوْا) دالفظ دخپلی مادی (علو) په وجی سره په هغه آواز کښی ذکر کیدی شی چه ترقئ طرف ته بلنه وی (إِلَى مَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَإِلَى الرَّسُولِ) اشاره ده چه قرآن او حدیث دواړه مستقل شرعی دلیلونه دی معلومه شوه چه حجت په دین کښی قرآن اوحدیث دی اواجماع اوقیاس په دغی دواړوباندی بنادی که ددی مستند وی نوهغه اجماع اوقیاس مقبول دی اوکه ددی مستند نه وی نومردود دی (قَالُوا حَسْبُنَا مَا وَجَدْنَا عَلَيْهِ آبَاءَنَا) په لفظ دحسبنا کښی ډیرتاکید دجهل دهغوی دی یعنی قرآن اوسنت ته حاجت نه گنړی ځکه چه طریقه دمشرانوپوره گنړی - آباءنا مراد ددی نه ددوی دمسلک علماء او مشران دی لکه چه راغب په مفردات کښی لیکلی دی (أَوَلَوْ كَانَ آبَاؤُهُمْ) حاصل دا چه تابعداری (دهغه آباؤچه عالمان اوهدایت والا وی) په کارونو دشرک کښی اوپه بی دلیله خبروکښی جائز نه ده نوچه بی علمه او بی هدایته وی نوپه طریقه اولیٰ سره جائز نه ده (لَا يَعْلَمُونَ شَيْئًا) مراد دشئ نه دلیل اوحق دی (وَلَا يَهْتَدُونَ) مراد اهتداء نه عمل کول دی په دلیل شرعی باندی یعنی نه عالمان دی اونه هدایت والا دی بلکه جاهلان اوگمراهان دی - اوخازن ، رازی او نسفی وغیره دلته لیکلی دی چه معلومه شوه چه اقتداء دعالم مهتدی صحیح ده په دی شرط چه قول دهغه په حجت اوبرهان اودلیل باندی بنا وی نوکه عالم مهتدی وی لیکن یوقول ئی بی دلیله وی نودهغه تقلید هم جائز نه دی نوداآیت دلیل دی په رد دتقلید باندی په شرعیاتو کښی ځکه چه تقلید په معنیٰ دقبلولودقول دغیر دی په شرعیاتوکښی بغیرد دلیل یا دمعرفت ددلیل نه -