يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا عَلَيْكُمْ أَنْفُسَكُمْ لَا يَضُرُّكُمْ مَنْ ضَلَّ إِذَا اهْتَدَيْتُمْ إِلَى اللَّهِ مَرْجِعُكُمْ جَمِيعًا فَيُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ
ای ایمان والو: لازم ده په تاسو باندی ذمه واری دځانونو ستاسو ضرر نه درکوی تاسوته هغه څوک چه گمراه وی کله چه تاسو هدایت اوموندلو خاص اللّه تعالٰی ته گرځیدل ستاسودټولودی پس خبربه درکړی تاسوته په هغه عملونو چه کوئ ئی تاسو -
ربط ددی آیت دمخکی سره قرطبی دجابربن زید نه نقل کړی دی هغه دادی چه هرکله به یوکس اسلام راوړو نوکافرانو به ورته وئیل چه تاخپل مشران کم عقل اوگنړل اوگمراه دِ اوگنړل نوکه زمونږمشران بی علمه بی هدایته وؤ نوستاسو مشران هم داسی وؤ نوپه دی آیت کښی دهغی جواب ذکر کوی (عَلَيْكُمْ أَنْفُسَكُمْ) علیکم اسم فعل دی په معنیٰ د الزاموا سره یعنی لازم اونیسئ اصلاح دخپلو ځانونو په تابعدارئ دکتاب او سنت سره (کله چه مخالفین ئی نه منی) مهائمی معنیٰ لیکلی چه په تاسوباندی اصلاح دخپلو نفسونو لازم ده په اتباع دکتاب اوسنت اوپه دعوت کولو او امربالمعروف اونهی عن المنکر کولو سره په هغی کښی کوتاهی مه کوئ نودهغی نه روستو چه څوک گمراهی کوی نوپه تاسو هیڅ وبال نیشته نوداآیت صریح دی په وجوب د امربالمعروف اونهی عن المنکرباندی (لَا يَضُرُّكُمْ مَنْ ضَلَّ) یعنی دهغوی دگناه په تاسو باندی اثرنه پریوځی که هغوی حسبناماوجدنا اه وائی یا عناد کوی په قول اوپه عمل - دارنگ ستاسو هغه مشران چه گمراه تیرشوی دی دهغوی دگمراهئ په تاسو باندی عیب اوگناه نیشته (إِذَا اهْتَدَيْتُمْ) اهتداء داده چه تاسو اتباع دقرآن اوسنت کوئ اوامربالمعروف او نهی عن المنکر د خپل طاقت موافق کوئ (فَيُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ) مراد دنباءنه جزا اوسزا ورکول دی اوشربینی وئیلی دی چه اشاره ده چه هیڅ څوک دبل چاپه گناه باندی نشی نیولی کیدلی -