المائدة ۱۰۳

مَا جَعَلَ اللَّهُ مِنْ بَحِيرَةٍ وَلَا سَائِبَةٍ وَلَا وَصِيلَةٍ وَلَا حَامٍ وَلَكِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا يَفْتَرُونَ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ وَأَكْثَرُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ

نه دی جائز کړی اللّه تعالٰی څه غوږ شلیدلی او نه آزاده پریخودلی شوی اونه پیوست کړی شوی اونه بچ شوی شاوالالیکن کافرخلق جوړوی په اللّه تعالٰی باندی دروغ اواکثرددوی نه عقل نه لری -

ربط دادی چه مخکی ذکر شوه چه داسی سوالونه مه کوئ چه سبب دتحریم دڅیزونو اوگرځی نواوس منع کوی دباطل تحریم کولونه په مستقل طورسره اواشاره ده چه بی ضرورته بحثونه مه کوئ‌ هان رد کوئ په رسمونوشرکیو باندی چه دا ضروری خبره ده نوپه دی ایت کښی رددی په لغیراللّه تعالی - (مَا جَعَلَ اللَّهُ) دلته جعل نه مراد شرع او حکم جوړول دی (مَاشَرَعَ - مَاحَکَمَ - مَااَمَرَ) (مِنْ بَحِيرَةٍ) قرطبی دسعید بن المسیب نه نقل کړی دی چه بحیره هغه مؤنث څاروی (اوښه، غوا، بیزه) چه دهغی پئ‌ دپاره د الٰههٔ باطله بند کړی شی یعنی څوک ئی دځان دپاره لوشلی نشی اودهغی غوږ ئی څیری کړی وی دنښی په طورباندی (وَلَا سَائِبَةٍ) قرطبی او خازن وغیره ذکر کړی دی چه جاهلیت کښی به څوک بیمارشو یابه ئی څوک قریب خپلوان روک شو نودوی به د اللّه تعالٰی په نوم دیواوښی نذر اوکړو هغه به ئی آزاده پری خودله چه په هغی باندی به ئی بار اوړل، سورلی کول منع گنړل اودهرچا لره داوبو اوفصل نه دهغی منع کول ئی سبب دضرر گنړلو (وَلَا وَصِيلَةٍ) خازن وئیلی دی چه دابیزه (چیلئ) چه اووه (۷) کرته به لنگه شوه نوکه اووم به نروؤ نوذبح به ئی کړو اودوی به نارینه او زنانه دپاره حلال گنړلو اوکه مونث به وؤ نوپه گډو بیزو کښی به ئی پری خودلو اوکه جوړه به پیداشوه نودوی به وئیل وَصَلت اَخَاهَا (دامونث دخپل رور په کښی شوه) نودواړه به ئی نه ذبح کول (وَلَا حَامٍ) قرطبی وئیلی دی داهغه اوښ مذکروؤ چه لس اوښی به دهغه بلاربی (مال) شوی نودوی به دهغه په ملاباندی دطاؤس وزر اولگوؤ اوپه هغی باندی به ئی سورلی کول اوباراوړل منع کړل اودابه داوبونه او گیاه نه به نه شو منع کیدلی آزاد پریخودلی شو اوامام بخاری وئیلی دی چه دابه ئی هم دطواغیت په نوم باندی پریخودلو (وَلَكِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا يَفْتَرُونَ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ) داجواب دوهم دی چه هرکله اللّه تعالٰی دا حکم نه دی کړی نودغه خلقو داکارونه ولی کول؟ حاصل جواب دادی چه دوی اللّه تعالٰی ته په دروغه نسبت کوؤ چه مونږته اللّه تعالٰی داسی حکم کړی دی او دا دین ابراهیمی دی -
فائده: په حکم شرعی بحیره، سائبه، وصیله او حام کښی اختلاف دی داهل علمواکثروئیلی دی چه داشرعاً حلال دی اوپه تحریم دخلقو سره دا نه حرامیږی لکه چه دنورو تحریماتو لغیراللّه حکم دی اوبعضو وئیلی دی چه داټول حرام دی هغوی ما جعل په معنیٰ د مااحلّ دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل