المائدة ۱۰۲

قَدْ سَأَلَهَا قَوْمٌ مِنْ قَبْلِكُمْ ثُمَّ أَصْبَحُوا بِهَا كَافِرِينَ

یقیناً تپوس کړی ؤو دداسی څیزونو یوقوم مخکی ستاسونه بیا شول دوی په وجه دهغی کافران -

په دی کښی اشاره ده دوهمی وجی دنهی دسوال ته - اوقوم نه مراد بنی اسرائیل او نورمکذبین دی لکه قوم صالح علیه السلام معجزه دناقی (اوښی) طلب کړی وه اوقوم د موسیٰ علیه السلام رویت د اللّه تعالٰی طلب کړی وؤ اوقوم د عیسیٰ علیه السلام مائده طلب کړی وه (قَدْ سَأَلَهَا قَوْمٌ) مراد ددی نه سأل مثلها دی اومماثلت په دی کښی دی چه بی ضرورته وؤ اوسبب دخفگان اووبال وؤ -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل