المائدة ۱۰۱

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَسْأَلُوا عَنْ أَشْيَاءَ إِنْ تُبْدَ لَكُمْ تَسُؤْكُمْ وَإِنْ تَسْأَلُوا عَنْهَا حِينَ يُنَزَّلُ الْقُرْآنُ تُبْدَ لَكُمْ عَفَا اللَّهُ عَنْهَا وَاللَّهُ غَفُورٌ حَلِيمٌ

ای ایمان والو تپوس مه کوئ‌ دداسی څیزونو که ښکاره شی تاسوته (جواب دهغی) خفه به کړی تاسو اوکه تپوس کوئ‌ ددغه څیزونو کوم چه نازلیدی شی قرآن ښکاره به شی تاسوته (جواب دهغی) معافی کړی دی اللّه تعالٰی دهغه (تپوسونونه) او اللّه تعالٰی بخونکی صبرکؤونکی دی -

ربط دادی هرکله چه د خبیث او طیب په فرق ایزده کولوباندی تیزی ورکړی شوه نواوریدونکو دهغی وجی نه ډیرتپوسونه شروع کړل نواوس دتپوس کولو ادب ذکر کوی (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا) اشاره ده چه مقتضیٰ د ایمان داده چه فرق اوکړی شی په مینځ دضروری اوغیرضروری مسائلوکښی (لَا تَسْأَلُوا عَنْ أَشْيَاءَ إِنْ تُبْدَ لَكُمْ تَسُؤْكُمْ) په دی کښی سوال دعبداللّه بن حذافه داخل دی چه سوال ئی د نبی ﷺ نه په باره دپلار خپل کښی (من اَبی) کړی وؤ بخاری او مسلم روایت کړی دی - دارنگه ابن حجر فتح الباری کښی وئیلی دی چه په دی کښی هغه سوالونه چه په طریقه داستهزاء وی یا په طریقه دامتحان وی یاپه طریقه دتعنت (ضد) وی هم داخل دی (إِنْ تُبْدَ لَكُمْ تَسُؤْكُمْ) یعنی چه جوا ب اوشی نوبیا تپوس کوؤنکی خفه وی اوداجمله صفت مقیده دی داشیاء دپاره، اوداقید احترازی نه دی نومعلومه شوه چه ضروری تپوس کول خو په کار دی (وَإِنْ تَسْأَلُوا عَنْهَا حِينَ يُنَزَّلُ الْقُرْآنُ تُبْدَ لَكُمْ) په دی کښی دمفسرینو اول قول دادی چه زجر دی او تاکید د لاتسئألوا دی یعنی دقرآن نزول شروع دی اوتاسو دغه بی ضرورته تپوسونه کوئ‌ نوضروربه قرآن کښی جواب راځی اوتاسوبه بیا خفه ئی نوولی داسی تپوسونه کوئ‌ - دوهم قول دخازن دی یعنی که تاسو صبراوکړو تردی چه په قرآن کښی یوحکم نازل شی اود هغی شرح ته محتاج یئ نوتپوس اوکړئ‌ نوجواب به درکړی شی نوبناپه دی تفسیرترغیب دی سوال کولوته په وخت دضرورت کښی (عَفَا اللَّهُ عَنْهَا) داجمله مستانفه ده اواشاره ده چه داقسم تپوسونه گناه دی لیکن اللّه تعالٰی (دنهی دنزول نه وړاندی) هغه تاسوته معاف کړی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل