المائدة ۱۰۰

قُلْ لَا يَسْتَوِي الْخَبِيثُ وَالطَّيِّبُ وَلَوْ أَعْجَبَكَ كَثْرَةُ الْخَبِيثِ فَاتَّقُوا اللَّهَ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ

اُوایه: نه دی برابر پلیت او پاک اگرچه تعجب کښی اچوی تالره ډیروالی دپلیت، پس اویریږئ‌ د اللّه تعالٰی نه ای خالص عقل والو دی دپاره چه کامیاب شئ -

روستو دتاکیداتونه ترغیب دی صالح عقائدو اواعمالواواخلاقوته اوتحذیردی دخبیث نه اوپه دی کښی جواب د وهم دی هغه دادی چه خلق په عاموحالاتوکښی صرف کثرت ته اعتبارورکوی لکه جمهوریت په دی زمانه کښی؟ حاصل دجواب دادی چه پاک پلیت فرق ضروری دی کثرت ته اعتبارنیشته لکه په سورة انعام (۱۱۷) کښی دی (الْخَبِيثُ وَالطَّيِّبُ) خبیث ئی مقدم کړو دکثرت دوجی نه اودا دواړه الفاظ عام دی (وَلَوْ أَعْجَبَكَ كَثْرَةُ الْخَبِيثِ) دااعجاب طبعی غیراختیاری دی نو نبی ﷺ ته خطاب دی یامراد ددی نه خوشحالی کول او تکبرکول دی نوخطاب هرهغه مخاطب ته دی چه خبیث او طیب کښی فرق نه کوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل