مَا عَلَى الرَّسُولِ إِلَّا الْبَلَاغُ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تُبْدُونَ وَمَا تَكْتُمُونَ
نیشته په رسول باندی مگررسول دی، او اللّه تعالٰی پوهه دی په هغه څه چه ښکاره کوئ تاسو اوپه هغه څه چه پټوی تاسو -
په دی کښی هم تاکید دی دپاره دعمل کولو په ماقبل احکاموباندی په دوه طریقو سره اوله (مَا عَلَى الرَّسُولِ إِلَّا الْبَلَاغُ) یعنی ستاسو عذر په کوتاهئ کولوسره قبول نه دی بلکه درسول په بلاِغ سره په تاسوباندی حجت قائم شو - دوهمه طریقه (وَاللَّهُ يَعْلَمُ) یعنی احوال ظاهری او باطنی او موافقت او منافقت ستاسوپیژنی -