اعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ وَأَنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ
پوهه شئ چه یقیناً اللّه تعالٰی سخت عذاب ورکؤونکی دی (نه منونکوته) اویقیناً اللّه تعالٰی بخونکی دی رحم کؤونکی (منونکوباندی) -
په دی کښی تاکید دی دپاره دعمل کولو په ماقبل احکامو باندی چه په مخالفت کولوسره تخویف اوپه موافقت کولوسره بشارت دی اواشاره ده چه ایمان په مینځ دخوف اورجا کښی دی -