المائدة ۹۳

لَيْسَ عَلَى الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ جُنَاحٌ فِيمَا طَعِمُوا إِذَا مَا اتَّقَوْا وَآمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ ثُمَّ اتَّقَوْا وَآمَنُوا ثُمَّ اتَّقَوْا وَأَحْسَنُوا وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ

نیشته په هغه کسانوچه ایمان ئی راوړی دی اوعمل ئی کړی دی په طریقه د نبی ﷺ څه گناه په هغی کښی چه دوی خوړلی دی کله چه ځان بچ کوی دشرک نه اوپوره ایمان لری اوعمل کوی په طریقه د نبی ﷺ بیاځان بچ کوی دحرامونه اوایمان همیشه لری بیاځان بچ کوی د شبهاتونه او ښائسته عمل کوی او اللّه تعالٰی خوښوی ښائسته عمل والا -

په دی آیت کښی جواب دیوسوال دی چه امام بخاری او امام ترمذی ذکرکړی دی یعنی روستو دتحریم دخمر اومیسرنه بعضی صحابو سوال اوکړو چه څه حال دی دهغه صحابو چه شهیدان شول په احد کښی اودهغوی په خیټوکښی شراب او مال دمیسرپروت وو نوپه دی آیت کښی جواب اوشو (تنبیه) په تکرار دتقویٰ کښی ډیر اقوال دی اول قول، اوله تقویٰ دهغه څیزونونه چه حرام وی په وخت داباحت دخمراومیسرکښی دوهمه تقویٰ دریا اوسمعت نه دریمه تقویٰ دنسبت دعملونونه خپل ځان ته په طور دعجب او تکبرسره دوهم قول، اوله تقویٰ دکفراوشرک نه دوهمه دکبائرو گناهونونه دریمه دصغائرو او شبهاتونه - په تکرار دایمان کښی هم اقوال دی، اول قول په اول ایمان کښی اصول دایمان مراد دی اوپه دوهم کښی زیادت دایمان اوپه دریم کښی دوام دایمان ترمرگه پوری دوهم قول اول ایمان توحید دی دوهم ایمان په تحریم دخمراومیسرباندی دی دریم ایمان ثبات او استقامت دی په هغی باندی اوتکرار دعمل صالح دوه قسمونوته اشاره ده اول فرائض واجبات اودوهم سنن او مستحبات -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل