يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَيَبْلُوَنَّكُمُ اللَّهُ بِشَيْءٍ مِنَ الصَّيْدِ تَنَالُهُ أَيْدِيكُمْ وَرِمَاحُكُمْ لِيَعْلَمَ اللَّهُ مَنْ يَخَافُهُ بِالْغَيْبِ فَمَنِ اعْتَدَى بَعْدَ ذَلِكَ فَلَهُ عَذَابٌ أَلِيمٌ
ای ایمان والو: خامخا ازمیښت کوی په تاسو اللّه تعالٰی په څه څیز دښکارنه چه رسی هغی ته لاسونه ستاسو اونیزی ستاسو دی دپاره چه ښکاره کړی اللّه تعالٰی هغه څوک چه ویریږی اللّه تعالٰی نه په حال د نه لیدلوکښی پس چاچه زیاتی اوکړو پس ددی نه پس ده لره عذاب دردناک دی -
هرکله چه (۸۷) کښی ئی هغه څیزونه ذکر کړل چه همیشه حلال دی اوپه (۹۰) کښی هغه ذکرکړل چه روستو دتحریم نه همیشه حرام وی نواوس هغه څیزونه ذکرکوی چه دخاص مکان یا حالت دوجی نه حرام وی اوبل ځای او وخت کښی حلال وی اودهغی نه تعبیرکیدی شی په تحریمات الٰهیه سره (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَيَبْلُوَنَّكُمُ اللَّهُ) ټول احکام الٰهیه چه انسانان هغی سره مکلف وی نوهغی ته ابتلاء وئیلی شی بیا چه دعصیان سبب قریب موجود شی اوپه طاعت کولوکښی مشقت وی نودا ابتلاء سخته ده - نودلته هم روستو لفظ د تَنَالُهُ کښی چه ښکارکول آسان دی لیکن اللّه تعالٰی حرام کړی دی او دا ابتلاء دښکار په شان دابتلاء د بنی اسرائیلو ده لیکن هغوی به ابتلاء کښی ناکام شول اودا امت په دی ابتلاء کښی کامیاب دی الاّ ماشاءاللّه - اودلته خطاب دی دهغه مؤمنانوته چه په حرم کښی وی یاپه احرام کښی وی - (بِشَيْءٍ مِنَ الصَّيْدِ) خازن او زمحشری وئیلی دی چه په دی کښی اشاره ده چه داابتلاء لږه او آسانه ده په نسبت دنورو عظیم فتنونه چه په هغی کښی اکثر خپی خوئیږی (تَنَالُهُ أَيْدِيكُمْ) یعنی واړه بچی او هگئ اوهغه چه رفتارئی کمزوری وی نوانسان ئی په لاسونوسره نیولی شی اوایدیکم کښی داخل دی جالونه اچول او دامونه خخول (وَرِمَاحُكُمْ) یعنی لوی څاروی دښکار چه تیخته کولی شی اوبدن ئی هم غټ وی نوبغیر دنیزی نه نه راټینگیږی (لِيَعْلَمَ اللَّهُ) داعلت غائي دابتلاء دی اومراد دیعلم نه اظهار او تمیزدی په علم دخلقو کښی اگرچه اللّه تعالٰی ته دمخکی نه معلوم دی (مَنْ يَخَافُهُ بِالْغَيْبِ) داخوف ایمانی دی چه دوجی دویری دغضب او عذاب د اللّه تعالٰی نه دحرام صید نه ځان ساتی (فَمَنِ اعْتَدَى) مراد ددی نه ښکارکول دی په حالت داحرام یا حرم کښی -