المائدة ۹۲

وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَاحْذَرُوا فَإِنْ تَوَلَّيْتُمْ فَاعْلَمُوا أَنَّمَا عَلَى رَسُولِنَا الْبَلَاغُ الْمُبِينُ

اوتابعداری کوئ د اللّه تعالٰی او تابعداری کوئ درسول اوبچ شئ‌ دخلاف ددواړونه پس که تاسو مخ اوگرځؤو پس پوهه شئ یقیناً په رسول ځمونږباندی رسول دی ښکاره -

داهم متعلق دی دحکم دخمر او میسرسره اوتاکیددی په دری طریقوسره اول امرپه اطاعت سره دوهم امرپه حذرسره دریم اشاره ده په استحقاق دعذاب اودفع دعذرسره (وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ) مراد ددی نه عام دی په جمیع اوامرو او نواهی کښی اومسئله دخمراومیسرهم دی کښی داخل ده و اطیعوالرسول کښی اشاره ده چه تفصیل دخمر اومیسردپاره احادیث د نبی ﷺ ته رجوع کول ضروری دی (وَاحْذَرُوا) بچ شئ‌ دمخالفت د اللّه تعالٰی او درسول نه - حذرکښی معنیٰ دترک ده دیوڅیزدوجی دویری نه -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل