المائدة ۹۱

إِنَّمَا يُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَنْ يُوقِعَ بَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاءَ فِي الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ وَيَصُدَّكُمْ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ وَعَنِ الصَّلَاةِ فَهَلْ أَنْتُمْ مُنْتَهُونَ

یقیناً اراده لری شیطان چه واچوی په مینځ ستاسو کښی دشمنی اوکینه په څکلودشرابو او کولو دجوارئ کښی اومنع کړی تاسو دذکر د اللّه تعالٰی نه اودمانځه نه - پس آیا تاسومنع کیدونکی يئ؟

په دی کښی هم تاکید دحرمت دخمر اومیسرذکرکوی چه دا سبب دفساد دنیوی او دینی دی (الْعَدَاوَةَ) کنځل او وهل او قتال کول هرکله چه په خمروکښی په نشه کیدلوسره فحش خبری کیږی نوهغه سبب شی ددشمنئ اوپه میسرکښی په مال بایللو سره بلکه بعض خلق په جوارئ کښی خپل اهل او اولاد هم گانړه کوی دبل چاسره اودبل چاپه لاس کښی چه هغوی گوری نوسبب ددشمنئ اوگرځی - (وَالْبَغْضَاءَ) بعض پټی کینی اوحسد ته وئیلی شی اوبغض سبب گرځی دقطع تعلق اوداسبب دفساد دژوند دی (وَيَصُدَّكُمْ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ) په دی جملی سره فساد دینی خمراومیسرذکرکوی ځکه چه خمرسره سرور دنفس او استغراق په لذّت جسمانی کښی حاصل شی نودذکرالٰهی نه غافل شی اوپه میسرکښی گټه اوکړی نوزړه کښی ئی غرورپیدا شی اوکه مغلوب شی نوبیا حیلی جوړوی دگټی دمال دپاره (فَهَلْ أَنْتُمْ مُنْتَهُونَ) مراد ددی نه امرکول دی په منع سره په طریقه دمبالغی سره ددی وجی نه دعمررضی اللّه عنه نه نقل دی په روایت دابوداؤد سره چه هغه ددی جملی سره اوئیل انتهینا (منع شومونږ) -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل