المائدة ۹۰

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالْأَنْصَابُ وَالْأَزْلَامُ رِجْسٌ مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ

ای ایمان والو: یقیناً شراب او جواری اوبندگی ددرگاهونو، اوقسمت معلومول په غشوسره پلیتی ده، د عمل دشیطان نه دی پس ډډه ترینه اوکړئ دپاره ددی چه کامیاب شئ -

ربط دمخکی سره دادی چه هرکله ئی اوفرمایل (لَا تُحَرِّمُوا طَيِّبَاتِ مَا أَحَلَّ اللَّهُ لَكُمْ) نوخمراومیسرهم بعضو خلقو په نیزطیبات وؤ نورد کوی په هغوی باندی چه داطیبات نه دی (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا) قرطبی وئیلی دی چه دجاهلیت په خلقو کښی داعادت وؤ نوروستو دایمان نه هم بعضی اثار ددی په بعضی مؤمنانوکښی پاتی وؤ دی وجی نه خطاب ئی په صفت دایمان سره اوکړو یعنی صفت دایمان ددی عاداتوسره منافی دی (إِنَّمَا الْخَمْرُ) سورة بقره (۲۱۹) کښی ددی تفسیرتیرشوی دی اوپه مسند احمد کښی ذکر دی چه تحریم خمر (شرابو) په تدریج سره دری مرحلوکښی راغلی دی اول په سورة بقره (۲۱۹) کښی نوبعضو صحابو پری خودل اوبعضو به استعمال کوؤ نوبیا په سورة نساء‌ (۴۳) کښی اوئیلی شول چه په وخت دمونځ کولو کښی منع دی نوبیا بغیردوخت دمونځ نه بعضی کسانو څکل نوبیا داآیت نازل شو نوټول صحابه منع شول - اوخمرهرهغه څیزدی چه عقل پټوی اوحدیث مسند احمد کښی دی چه ددی خرڅول او ددی قیمت اخستل هم حرام دی (وَالْمَيْسِرُ ) هرقسم جواری کول هرکله چه په جوارئ سره مال په آسانه طریقه حاصلیږی ددی وجی نه هغی نوم میسرکیخودلی شوی دی اوقرطبی وئیلی دی چه واړه هلکان چه په اکوړو (بلورو) وغیره سره لوبی کوی اودیوبل نه ئی گټه کوی داهم په میسرکښی داخل دی (وَالْأَنْصَابُ) جمع د نُصُب یا نَصْبٌ ده په اصل کښی په معنیٰ دمفعول سره دی یعنی منصوب (اودرولی شوی مقررکړی شوی) اوپه اصطلاح شرعی کښی هرهغه څیز چه خلق ئی مقررکړی اوبندگی (سجدی، طوافونه، ذبح اوزنذرونه وغیره) دهغی کوی (وَالْأَزْلَامُ) ددی سورة په ابتداء کښی تفصیل داستقسام بالازلام ذکر کړی شوی دی (رِجْسٌ) په لغت کښی هرخبیث ته وئیلی شی چه هغه بد گنړلی کیږی په عقل اوپه شرع کښی اواطلاق ددی لفظ اکثرپه هغه ځای کښی کیږی چه پلیتی په کښی پټه وی عام خلق ورباندی نه پوهیږی ددی وجی نه منافقانوته رجس په سورة توبه ۹۵ کښی وئیلی شوی دی اونجس هغه څیزته وئیلی شی چه ظاهراً باطناً پلیت وی لکه مشرکان په سورة توبه (۲۸) کښی (مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ) یعنی شیطان انسی او جنی داکارونه کوی یائی خلقو ته ښائسته کوی په وسوسوسره (فَاجْتَنِبُوهُ) ضمیرټولوته راجع دی په تاویل دمذکورسره یارجس ته راجع دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل