وَمَا لَنَا لَا نُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَمَا جَاءَنَا مِنَ الْحَقِّ وَنَطْمَعُ أَنْ يُدْخِلَنَا رَبُّنَا مَعَ الْقَوْمِ الصَّالِحِينَ
اوڅه عذر دی ځمونږ چه ایمان به نه راوړو په اللّه تعالٰی اوپه هغه څه چه راغلی دی مونږته دحق نه ، اوطمع لرو چه داخل به کړی مونږه رب ځمونږ دقوم نیکانوسره -
داجواب دهغوی وؤ په رد دهغه چا کښی چه دوی له ئی ملامتیا ورکوله چه تاسوولی بل دین غوره کړو نوهغوی اوئیل (وَمَا لَنَا لَا نُؤْمِنُ بِاللَّهِ) دا استفهام انکاری دی یعنی هیڅ عذر نیشته په ترک د ایمان کښی (وَمَا جَاءَنَا مِنَ الْحَقِّ) مراد ددی نه قرآن دی اودا عطف دی په بااللّه باندی یا دا جملیه حالیه ده (وَنَطْمَعُ) عطف دی په نؤمن باندی یاحال دی په تقدیر دنحن نطمع سره حاصل دادی چه سبب دایمان موجود دی چه طمع دجنت ده اومانع دایمان نه نیشته اوپه وخت د وجود دسبب اوعدم مانع کښی وجوب راځی (مَعَ الْقَوْمِ الصَّالِحِينَ) ددی نه مراد امت د محمد ﷺ دی په قرینه دسورة انبیاء (۱۰۵) سره اومع په معنیٰ د فی سره دی یاعبارت پټ دی یعنی فی الجنة مع قوم الصالحین -