المائدة ۸۵

فَأَثَابَهُمُ اللَّهُ بِمَا قَالُوا جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَذَلِكَ جَزَاءُ الْمُحْسِنِينَ

پس بدل ورکړه دوی له اللّه تعالٰی په بدله دوینا ددوی جنتونه چه بهیږی لاندی دهغی نه ولی همیشه به وی دوی په هغی کښی اودابدله د ښائیسته عمل کؤونکو ده -

دابشارت اخرویه دی (بِمَا قَالُوا) (سوال) ددی نه معلومه شوه چه صرف په اقرار سره جنت حاصلیږی اودامذهب د کرامیه ډلی دی چه صرف اقرار ته ایمان وائي؟ (جواب) خازن او رازی وئیلی دی چه مخکښی ددوی اخلاص ذکرشو په دوه صفاتوسره اول ژړا اودوهم معرفت دحق چه دا دلالت کوی په پوره تصدیق دزړه باندی نوروستو ورپسی قول ئی ذکر کړو اوموصوف ئی کړل په محسنین سره بل داچه نیشاپوری وئیلی دی چه دلته قول په معنیٰ داعتقاد دی اوډیرځایونو کښی قول نه مراد عقیده وی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل