المائدة ۸۳

وَإِذَا سَمِعُوا مَا أُنْزِلَ إِلَى الرَّسُولِ تَرَى أَعْيُنَهُمْ تَفِيضُ مِنَ الدَّمْعِ مِمَّا عَرَفُوا مِنَ الْحَقِّ يَقُولُونَ رَبَّنَا آمَنَّا فَاكْتُبْنَا مَعَ الشَّاهِدِينَ

اوکله چه واوری دوی هغه کتاب چه نازل کړی شوی دی رسول ته وینی به سترگی ددوی چه ډکیږی (بهیږی) دا اوښکونه دوجی ددی نه چه دوی اوپیژندلو حق، وائی دوی ای ربه ځمونږه ایمان راوړی دی مونږپس اولیکه مونږدشهادت کؤونکونه -

داهم عطف دی په ماقبل صفتونوباندی اوهغه صفتونه په دوی کښی دقرآن اوریدلو نه مخکښی موجود وؤ اوداصفت دقرآن په وخت کښی دی اوپه دی کښی اشاره ده چه تکمیل د مخکی دری صفتونوپه دی څلورم صفت سره دی (تَرَى أَعْيُنَهُمْ تَفِيضُ مِنَ الدَّمْعِ) (سوال) په دی کښی خودبهیدلوصفت دسترگودپاره ذکرکړی دی اوحال داچه داصفت داوښکودی؟ (جواب) په دی کښی مبالغه ده په اصل کښی داوؤ چه سترگی ددوی ډکی شی داوښکونه بیا را بهیږی یامن په معنیٰ د باسره دی (مِمَّا عَرَفُوا مِنَ الْحَقِّ) اول من اجلیه دی اودوهم دبتعیض دپاره دی یعنی د بعضی حق پیژندلو سره ژړا اوکړی اوکله چه ټول واوری نوبیاخوبه ددی نه زیاته ژړا وی (يَقُولُونَ) دا دلیل دعدم استکبار دی (فَاكْتُبْنَا مَعَ الشَّاهِدِينَ) مراد ددی نه امت د محمد ﷺ دی په دلیل دصفت ددوی په سورة بقره (۱۴۳) اوسورة حج (۷۸) کښی او داسی دعا دنصاریٰ مشرانوهم غوښتلی وه -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل