لَتَجِدَنَّ أَشَدَّ النَّاسِ عَدَاوَةً لِلَّذِينَ آمَنُوا الْيَهُودَ وَالَّذِينَ أَشْرَكُوا وَلَتَجِدَنَّ أَقْرَبَهُمْ مَوَدَّةً لِلَّذِينَ آمَنُوا الَّذِينَ قَالُوا إِنَّا نَصَارَى ذَلِكَ بِأَنَّ مِنْهُمْ قِسِّيسِينَ وَرُهْبَانًا وَأَنَّهُمْ لَا يَسْتَكْبِرُونَ
خامخا اوبه مومی ته ډیرسخت دخلقو نه په دشمنئ کښی دمؤمنانوسره یهودیان اومشرکان - اوخامخا اوبه مومی ته زیات ددوی نه په دوستانه کښی دمؤمنانوسره هغه کسان چه وائی بیشکه مونږنصاریٰ یو، دا په سبب ددی چه بعضی ددوی نه طلب گاردحق دی اوویره کؤونکی دی د اللّه تعالٰی نه اویقیناً دوی لوئی نه کوی دحق نه -
داتفریع ده په ماقبل باندی په ذکر دفرق سره په مینځ د یهودو اونصاریٰ کښی نواشاره ده چه ماقبل ذکر شوی عیبونه په یهودیانو او دهغوی ملگرو مشرکانو کښی زیات دی په نسبت دنصاریٰ (لَتَجِدَنَّ أَشَدَّ النَّاسِ) داعبارت دلالت کوی په ښکاره والی ددشمنئ دهغوی باندی (وَلَتَجِدَنَّ أَقْرَبَهُمْ مَوَدَّةً لِلَّذِينَ آمَنُوا الَّذِينَ قَالُوا إِنَّا نَصَارَى) په دی کښی دمفسرینو دوه قولونه دی اول داچه مراد ددی نه هغه نصاریٰ دی چه په حبش کښی یاپه مدینه کښی ئی ایمان راوړی وؤ اوقرآن اوریدلی وؤ اودلیل ددی قول دادی چه دوی دپاره ئی دوستانه دمؤمنانوثابت کړی ده - دوهم قول دادی چه مراد ددی نه عام نصاریٰ دی اگرچه کافران وی اووجه دفرق مفسرینودا لیکلی ده چه مذهب دیهودو دادی چه شراواذیت رسول مخالف ته واجب دی که په قتل سره وی که مال لوټ کولوسره وی وغیره اوپه مذهب د نصاریٰ اذیت ورکول مخالف ته جائزنه دی - (سوال) نصاریٰ کافرپه دی وخت کښی دیهودو په شان دی بلکه دهغوی نه زیاته دشمنی کوی دمسلمانانوسره نوڅرنگه دافرق صحیح کیږی؟ (جواب) دلته مراد بعضی نصاریٰ دی لکه چه مخکښی ذکرشول (ذَلِكَ بِأَنَّ مِنْهُمْ) وجه دسببیت داده چه په قوم یا کلی کښی داسی حق موجودوی او داعیان دحق وی نوهغه قوم کښی انابت دالی الحق پیدا کیږی ځکه چه عملی کارپه خپل قوم کښی وینی (قِسِّيسِينَ) جمع دقسیس ده په اصل کښی دقسّ نه دی په معنیٰ د تتبع او دطلب دیوڅیز کښی مطلق عالم ته وئیلی شی اودارنگ تابعدار علماؤ ته هم وئیلی شی اوقرطبی، نیشاپوری دعروة ابن زبیرنه روایت کړی دی چه هرکله نصاریٰ خپل کتاب انجیل ضائع کړو اوتبدیلی ئی په کښی اوکړه نویوعالم دهغوی پاتی شو په حق اوپه استقامت باندی اودهغه نوم قسیس وؤ نوڅوک چه هغه دین باندی وؤ نوهغوی ته ئی قسیسین وئیل یعنی دقسیس تابعداران په حق دین کښی (وَرُهْبَانًا) هغه عبادت کوؤنکی چه د اللّه تعالٰی نه ویره کوی اومال وجاه ئی مطلب نه وی (وَأَنَّهُمْ لَا يَسْتَكْبِرُونَ) اشاره ده چه علم دحق اوعبادت په دوی کښی داسی اثرکړی دی چه دوی دحق خبری نه هیڅ لوی نه کوی بلکه تواضع کوی -