وَلَوْ كَانُوا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالنَّبِيِّ وَمَا أُنْزِلَ إِلَيْهِ مَا اتَّخَذُوهُمْ أَوْلِيَاءَ وَلَكِنَّ كَثِيرًا مِنْهُمْ فَاسِقُونَ
اوکه دوی ایمان لری په اللّه تعالٰی باندی اوپه پیغمبر ﷺ باندی اوپه هغه کتاب باندی چه نازل کړی شوی دی ده ته نه به ئی ؤو نیولی دوی لره دوستان اولاکن ډیرددوی نه نافرمان دی -
په دی کی رد دی په موالات دکافرانو - اوپه دی کښی مخکی آیت په شان دوه توجیه دی (۱) منافقان مراد دی او مراد د النبی نه آخری رسول دی اوماانزل الیه مراد قرآن دی (۲) اوکه کافران کتابیان مراد وی نو د النبی اوماانزل نه مراد موسیٰ علیه السلام اوتورات دی ، اومقصد د آیت دادی چه موالات دکافرانو سره منافی د ایمان بِاللّه او نبی او کتاب اللّه سره دی -