تَرَى كَثِيرًا مِنْهُمْ يَتَوَلَّوْنَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَبِئْسَ مَا قَدَّمَتْ لَهُمْ أَنْفُسُهُمْ أَنْ سَخِطَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ وَفِي الْعَذَابِ هُمْ خَالِدُونَ
وینی ته ډیرولره ددوی نه چه دوستانه کوی دکافرانوسره خامخا بددی هغه عمل چه مخکښی لیږلی دی دوی لره ځانونودوی ځکه چه غضب کړی دی اللّه تعالٰی په دوی باندی اوپه عذاب کښی به دوی همیشه وی -
داذکردخباثت دکشرانو دی روستو دذکردمشرانونه دپاره داستمرار دلعنت په دوی کښی نودا څلورم سبب دی اوهرکله چه دادکشرانو ذکر وؤ نوددی وجی نه مستقل ئی ذکرکړوبغیردحرف عطف نه (تَرَى كَثِيرًا مِنْهُمْ) یعنی مخکی خباثت خوصرف ترک دنهی عن المنکروؤ اودا خباثت دهغی نه زیات دی ځکه چه دوی نهی خودرکنار دهغوی سره دوستانی کوی که مراد دکثیرا نه منافقان وی نوداکثرت فی نفسه دی (أَنْ سَخِطَ اللَّهُ) سخط زیات دی دعضب نه په دی وجه چه په دی کښی معنیٰ دخفگان ده سره دغصی نه اوددی آیت نه معلومه شوه چه په موالات (دوستانه) دکافرانوسره دوه عذابونه راځی یوسخطد اللّه تعالٰی دوهم خلود په عذاب کښی -