كَانُوا لَا يَتَنَاهَوْنَ عَنْ مُنْكَرٍ فَعَلُوهُ لَبِئْسَ مَا كَانُوا يَفْعَلُونَ
دوی ؤو چه منع به ئی نه کوله دبدکارنه چه دوی کؤو خامخا بددی هغه کارچه دوی کؤو -
په دی کښی دریم سبب دلعنت ذکردی (كَانُوا لَا يَتَنَاهَوْنَ عَنْ مُنْكَرٍ) یعنی په یوبل کښی به ئی منکرلیدلو نودهغی به ئی منع نه کوله نوپه منکرکولواوپه نهی نه کولوکښی شریک وؤ نودوه گناهونه شول قرطبی وئیلی دی په دی کښی اشاره ده اول داچه نهی عن المنکر فرض ده که په لاس سره وی یا په خولی سره وی یاپه زړه سره وی په اعتبارداستطاعت دوهم که یوتن په خپله معصیت کوی نوپه ده باندی هم نهی عن المنکرلازم ده دریم داچه ترک دنهی عن المنکرسبب دسخت عذاب دی (لَبِئْسَ مَا كَانُوا) کښی اشاره ده چه منکرکه یوشخص نه کوی خوچه نهی عن المنکرپریږدی نوهم گنهگار دی -