لُعِنَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ بَنِي إِسْرَائِيلَ عَلَى لِسَانِ دَاوُودَ وَعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ ذَلِكَ بِمَا عَصَوْا وَكَانُوا يَعْتَدُونَ
لعنت کړی شوی دی په هغه کسانوچه کفرئی کړی دی د بنی اسرائیلو نه په ژبه د داؤد علیه السلام او عیسیٰ علیه السلام ځوی دمریم داپه سبب ددی چه نافرمانی کوله اوتیریدل دحد نه -
په دی کښی تخویف دنیوی دی په ذکردلعنت مستمره سره په بنی اسرائیلوباندی په سبب دهغه گناهونوچه مخکښی ذکرشول اوپه دی کښی رددی دهغوی د وهم، وهم داوؤ چه هغوی وئیل چه مونږاولاد دانبیاؤ یومونږته گناهونه نقصان نه راکوی؟ جواب اوشو(لُعِنَ الَّذِينَ كَفَرُوا) قرطبی وائی په دی سره معلومه شوه چه کافران اگرچه دپیغمبرانو اولاد وی اویا په نسب کښی شریف دی لیکن په هغوی باندی لعنت جائز دی (عَلَى لِسَانِ دَاوُودَ وَعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ) مراد ددی نه کتاب دداؤد علیه السلام (زبور) اوکتاب د عیسیٰ علیه السلام (انجیل) دی په هغه دواړوکتابونوکښی په کفرکوؤنکوباندی لعنت موجود دی یامراد ددی نه دعاء شر دهغه دواړوده اول دعا په اصحاب السبت باندی او دوهم دعا په کفرکوؤنکو روستو دنزول د مائده نه - اوددی لعنت دوه اسباب ذکردی په دی قول کښی (بِمَا عَصَوْا وَكَانُوا يَعْتَدُونَ) عصیان عام گناهونه اواعتداء بدعات یاظلم په انسانانوباندی دی -