قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لَا تَغْلُوا فِي دِينِكُمْ غَيْرَ الْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعُوا أَهْوَاءَ قَوْمٍ قَدْ ضَلُّوا مِنْ قَبْلُ وَأَضَلُّوا كَثِيرًا وَضَلُّوا عَنْ سَوَاءِ السَّبِيلِ
اوایه: ای کتاب والو: زیاتی مه کوئ به دین ستاسوکښی بغیردحق نه اوتابعداری مه کوئ دخواهشاتو دهغه قوم چه گمراه شوی دی مخکښی ستاسونه اوگمراه کړی دی دوی ډیروخلقو لره اوگمراه پاتی شوی دی دبرابر لاری نه (پس دعلم نه) -
په دی کښی پنځمه مسئله تبلیغیه ده دپاره د رد دغلو دنصاریٰ په شرک او بدعت کولوسره (قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ) اگرچه داوصف عام دی لیکن ظاهرداده چه داخطاب دی نصاریٰ ته (لَا تَغْلُوا فِي دِينِكُمْ) غلوپه اصل کښی تجاوزکول دی دحدنه اودهغی دوه استعمالونه دی یوخاص بل عام - عام دادی چه تجاوز دحد نه که په زیاتی کولو سره وی یاپه کمی کولوسره وی یعنی افراط کول یا تفریط کول په دی معنیٰ سره په سورة نساء (۱۷۱) کښی مراد دی، اوخاص داچه تجاوزکول په طریقه دزیاتی کولو سره نودلته دا معنیٰ مراد ده اوخطاب دی نصاریٰ ته ددی وجی نه دلته مفسرینو معنیٰ کړی ده چه بدعت مه کوئ (فتح البیان دقتادة نه) اونصاراؤ غلوپه باره د عیسیٰ علیه السلام کښی کړی ده جه دبشریت نه ئی اوچت گنړلی دی (فِي دِينِكُمْ) په دی کښی اشاره ده چه غلودوه قسمه ده یوغلو ده للدین اوبل فی الدین دارنگ ددی نه تعبیرکیدلی شی په بدعت للدین او بدعت فی الدین نواول قسم هغه دی چه ددین دترقئ دپاره وسائل جوړکړی هغه وسائلوته دین نه وائی لکه علم دنحو اوصرف وغیره اوطریقه دمدارسونو په دی قسم کښی منع نیشته په دی شرط چه سنت نه تقصان نه ورکوی - او دوهم قسم ته بدعت شرعیه هم وئیلی شی هغه داچه یوڅیزپه دین کښی داخل کړی که عقیده وی یاعمل کښی یاکیفیت اومقداراو وقت وی اودی ته دین وائی نودابدعت ضلالت دی په دی آیت کښی دامراد دی په قرینه دفی دینکم سره - (غَيْرَ الْحَقِّ) داصفت دی دموصوف محذوف اومفعول مطلق دی دپاره دتقیید (غلوغیرالحق یعنی الباطل) اوپه دی سره دغلوحق نه احتراز کوی چه هغه جائزده لکه چه مخکښی تیرشول (وَلَا تَتَّبِعُوا أَهْوَاءَ قَوْمٍ) دلته مراد اتباع نه تقلید دی (مهائمی تبصیرالرحمٰن) ځکه چه بی دلیله اتباع تقلید وی - اهواء جمع دهواء ده اودا هغه ده چه نفس هغی طرف ته دعوت کوی (خلاف دشرع نه) (قَدْ ضَلُّوا مِنْ قَبْلُ) زادالمسیراوخازن کښی معنیٰ لیکلی ده (ابتدعوا) په طریقه دبدعت سره گمراه شوی دی (وَأَضَلُّوا كَثِيرًا) اشاره ده چه ډیروالی دتابعدارانوته ئی اعتبارنیشته اودااضلال په سبب ددعوت دهغوی دی کمراهی طرف ته - (وَضَلُّوا عَنْ سَوَاءِ السَّبِيلِ) داپه سبب دتمسک کولوپه متشابهاتوسره اوامام رازی په تفسیرکښی وئیلی دی اول ضلال خودهغوی شرک اوبدعات وؤ اودوهم اضلال یعنی دعوت کول شرک او بدعت ته اودریم ضلال همیشه پاتی کیدل په دغه گمراهئ باندی بغیردتوبه کولونه -