المائدة ۷۶

قُلْ أَتَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَمْلِكُ لَكُمْ ضَرًّا وَلَا نَفْعًا وَاللَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ

اوایه: آیا بندگی کوئ تاسوسوا د اللّه تعالٰی نه دهغه چاچه اختیارنه لری تاسولره دضرراونه دنفعی - او اللّه تعالٰی خاص هغه هرڅه آوری اوپوهه دی په هرڅه -

داڅلورمه مسئله تبلیغیه ده په رد شرک فی العبادة سره اوداتفریع ده په رد د الوهیت باندی د عیسیٰ او دمریم نه او دا خطاب اگرچه عام دی ټولومشرکینو ته لیکن مقصد په کښی رد دی په نصاریٰ باندی (مَا لَا يَمْلِكُ لَكُمْ ضَرًّا) ضررئی ذکر کړو مخکی ځکه دفع دضرر اول وی دنفع حاصلولو نه - د ما نه مراد عیسیٰ اومریم دی (سوال) دوی خو ذوی العقول دی اومالفظ خودپاره دغیرذوی العقول دی حقیقةً؟ (جواب) شعرانی د سیبونه نقل کړی دی چه لفظ ما حقیقت مشترکه دی په مینځ دذوی العقول او غیرذوی العقول کښی (وَاللَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ) قرطبی وئیلی دی چه اشاره ده چه عیسیٰ علیه السلام باندی داسی احوال راغلی دی چه نه آوری اونه وینی اونه پوهه لری اونه نفع اوضرر ورکولی شی نوڅرنگ الٰه کیدی شی اودغه صفتونه خوصرف د اللّه تعالٰی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل