المائدة ۷۵

مَا الْمَسِيحُ ابْنُ مَرْيَمَ إِلَّا رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِ الرُّسُلُ وَأُمُّهُ صِدِّيقَةٌ كَانَا يَأْكُلَانِ الطَّعَامَ انْظُرْ كَيْفَ نُبَيِّنُ لَهُمُ الْآيَاتِ ثُمَّ انْظُرْ أَنَّى يُؤْفَكُونَ

نه دی مسیح ځوی دمریم مگررسول دی، یقیناً تیرشوی دی مخکښی دده نه ډیررسولان، اوموردده ډیره رشتنی وه، ؤو دواړه خوړلی ئی خوراک اوگوره څنگه بیانؤو دوی ته دلیلونه دتوحید، بیا اوگوره څرنگه اوړیدلی شی دوی (دتوحید نه) -

دادلیل دی دپاره دنفی دالوهیت د عیسیٰ علیه السلام نه اودموردهغه نه اوداعلت دی دپاره توبه کولواودا مشتمل دی په ډیرودلیلونو باندی اول داچه ابن مریم دی نوابنیة اومورکیدل خومنافی دی د الوهیت سره اوداحصر اضافی دی یعنی په ده کښی وصف درسالت دی صرف وصف دالوهیة په کښ نیشته ( قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِ الرُّسُلُ) دادریم دلیل په دوه توجیهو سره اول داچه مخکښی دده نه رسولان تیرشوی دی اودهغوی نه هم عجائبات اومعجزات د عیسیٰ علیه السلام په شان ښکاره شوی دی نوکه دغه عجائبات او معجزات سبب وی دالوهیت نوبیاخوبه ټول رسولان آلهه وی دوهمه توجیه داچه مخکښی رسولان تیرشوی دی نودا عیسیٰ علیه السلام به هم دهغوی په شان مړکیږی نوالٰه نشی کیدلی (وَأُمُّهُ صِدِّيقَةٌ) دادلیل دی دنفی دالوهیت دمریم نه یعنی صدیقیت خومنافی دی دالوهیت سره ځکه چه صدیقین خوډیرخلق شته دی په کارده چه ټول دِ الٰهه شی - اوددی وجی نه صادقةُ ئی نه دی وئیلی ځکه چه صدق خوصفت د الٰه کیدی شی اوصدیقیت صفت دعبدیت دی (تنبیه) ددی وجی نه اهل علمو استدلال کړی دی چه مریم پیغمبره نه وه (لکه چه ابن حزم وئیلی دی چه ښځه پیغمبره کیدی شی) نوابوالحسن اشعری په دی باندی اجماع ذکر کړی ده چه ښځه پیغمبره نشی کیدلی (كَانَا يَأْكُلَانِ الطَّعَامَ) داپنځم دلیل مشترک دی د عیسیٰ علیه السلام اومریم په باره کښی دپاره رد د الوهیت دهغوی اودا واضح دلیل دی چه څوک محتاج وی خوراک ته نوهغه بیا هرڅیز ته محتاج وی اوهغه جسم ته محتاج وی اوهغه جسم مرکب وی دغوښی او هډوکووغیره نه اوبول او غائط ته هم محتاج وی او محتاج الٰه نشی کیدی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل