المائدة ۷۲

لَقَدْ كَفَرَ الَّذِينَ قَالُوا إِنَّ اللَّهَ هُوَ الْمَسِيحُ ابْنُ مَرْيَمَ وَقَالَ الْمَسِيحُ يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ اعْبُدُوا اللَّهَ رَبِّي وَرَبَّكُمْ إِنَّهُ مَنْ يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَقَدْ حَرَّمَ اللَّهُ عَلَيْهِ الْجَنَّةَ وَمَأْوَاهُ النَّارُ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنْصَارٍ

یقیناً کفرکړی دی هغه کسانو چه وائی بیشکه اللّه تعالٰی هغه مسیح ځوی درمریم دی اووئیلی دی مسیح: اوبنی اسرائیلو بندگی کوئ د اللّه تعالٰی چه رب ځما دی اورب ستاسو دی بیشکه چاچه شرک اوکړو د اللّه تعالٰی سره پس یقیناً بند کړی دی اللّه تعالٰی په هغه باندی جنت اوځای دده اور دی اونیشته ظالمانولره هیڅ مدد گار -

دا دوهمه مسئله تبلیغیه ده په باره دکفردنصاریٰ کښی اومقصدپه په کښی هغوی ته دعوت دتوحید دی په قول د عیسیٰ علیه السلام سره اوپه دی کښی ذکر دعمی او صم ددوی دی مخکی دبعثت دآخری رسول نه - (إِنَّ اللَّهَ هُوَ الْمَسِيحُ ابْنُ مَرْيَمَ) داسی په (۱۷) کښی هم ذکرشول هلته ردکول په عقیده دشرک فی التصرف باندی اودلته رد دی په عقیده دشرک فی العبادة باندی ځکه ورپسی قول د عیسیٰ علیه السلام په رد شرک فی العبادة کښی ذکر کوی - اوداقول دیعقوبیه او ملکانیه وؤ (داډلی وی دنصاریٰ ) په دی وجه سره دوی وئیل چه اللّه تعالٰی حلول کړی دی په بدن د عیسیٰ علیه السلام کښی نوعبادت د عیسیٰ علیه السلام عبادت د اللّه تعالٰی دی اوهرکله چه دوی دانه دی وئیلی چه عیسیٰ علیه السلام مستقل الٰه دی ددی وجی نه ئی داسی اونه ویل چه ان المسیح بن المریم هواللّه (وَقَالَ الْمَسِيحُ) دادلیل نقلی دی د عیسیٰ علیه السلام نه په رد شرک فی العبادة باندی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل