المائدة ۷۱

وَحَسِبُوا أَلَّا تَكُونَ فِتْنَةٌ فَعَمُوا وَصَمُّوا ثُمَّ تَابَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ ثُمَّ عَمُوا وَصَمُّوا كَثِيرٌ مِنْهُمْ وَاللَّهُ بَصِيرٌ بِمَا يَعْمَلُونَ

اوگمان اوکړو دوی چه نیشته مونږله څه عذاب (په دی عمل ځمونږ) پس ړانده شول او کانړه شول بیا مهربانی اوکړه اللّه تعالٰی په دوی باندی بیا ړانده شول اوکانړه شول ډیرددوی نه - او اللّه تعالٰی وینی هغه عملونه چه دوی کوی -

ربط دادی چه دغه مرض دتکلیف په دوی کښی همیشه دپاره باقی پاتی شو اوسبب دهغی گمان دعدم نزول دعذاب وؤ (وَحَسِبُوا) اشاره ده استمرار ددی مرض ته په دوی کښی یعنی دوی چه تکذیب او قتل دانبیاؤکوؤ نودوی داکارجائز گنړلو اووئیل ئی چه دا سبب دعذاب نه دی (أَلَّا تَكُونَ فِتْنَةٌ) په معنیٰ دعذاب اوبلاء اوتکون دکان وجودی په معنیٰ دی صرف فاعل غواړی اواسباب ددی گمان ډیروؤ اول داچه دوی وئیل نَحْنُ أَبْنَاءُ اللَّهِ وَأَحِبَّاؤُهُ دوهم ددوی عقیده وه چه هررسول ددوی دشرع نه لږخلاف بل حکم راوړی نوهغه ددوی په نیزواجب القتل وؤ (فَعَمُوا وَصَمُّوا) ړوندوالی او کونړوالی دحق نه مراد دی یعنی حق ته کتل اوفکرکول اوحق آوریدل دوی پریخودل (ثُمَّ تَابَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ) اشاره ده چه دوی توبه نه ده کړی بلکه اللّه تعالٰی تجدید ددین دپاره نوررسولان راولیږل (ثُمَّ عَمُوا وَصَمُّوا كَثِيرٌ مِنْهُمْ) کثیرئی ځکه اوئیل چه بعضوددوی نه ایمان راوړی دی په آخری نبی ﷺ باندی اوکثیرخبردی دمبتدامحذوف یعنی هم کثیر -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل