لَقَدْ أَخَذْنَا مِيثَاقَ بَنِي إِسْرَائِيلَ وَأَرْسَلْنَا إِلَيْهِمْ رُسُلًا كُلَّمَا جَاءَهُمْ رَسُولٌ بِمَا لَا تَهْوَى أَنْفُسُهُمْ فَرِيقًا كَذَّبُوا وَفَرِيقًا يَقْتُلُونَ
یقیناً اخیستی ده مونږپخه وعده د بنی اسرائیلونه اولیږلی دی مونږدوی ته رسولان ډیروخت چه راغی دوی ته رسول په هغه خبره چه نه خوښوله نفسونو ددوی یوه ډله دهغوی ئی دروغژن کړه اوبله ډله دوی اووژله -
داجواب دیو سوال دی یعنی اهل کتاب دعویٰ کوی چه مونږ اقامة الکتب کړی دی ځکه چه ایمان اوعمل صالح لرو نوپه دی آیت کښی دهغه جواب ته اشاره ده چه تاسو اقامة الکتب او ایمان او عمل صالح نه دی کړی بلکه تاسو دمیثاق الٰهی مخالفت او تکذیب او قتل درسولانوکړی دی، نوڅرنگه دعویٰ دایمان او عمل صالح کوئ (كُلَّمَا جَاءَهُمْ رَسُولٌ) دازجردی د بنی اسرائیلو په نقض میثاق سره - (بِمَا لَا تَهْوَى أَنْفُسُهُمْ) احکام شرعیه خو همیشه دخواهشاتونفسانیونه خلاف وی اومشتمل وی په توحید اوسنت باندی (يَقْتُلُونَ) داصریح دی چه بنی اسرائیلوډیرانبیاء علیهم السلام قتل کړی دی، اوفعل مضارع هم ددی وجی نه ذکرکړی ده چه اوس هم ارادی لری چه قتل کړی آخری نبی لره -