إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَالَّذِينَ هَادُوا وَالصَّابِئُونَ وَالنَّصَارَى مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَعَمِلَ صَالِحًا فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ
یقیناً هغه کسان چه مؤمنان دی اوهغه کسان چه یهودیان دی اوصابیان دی اونصاریٰ دی چاچه ایمان راوړو په اللّه تعالٰی اوپه ورځ روستنی اوعمل ئی اوکړو په طریقه د نبی ﷺ پس نه به وی هیڅ ویره په دوی باندی اونه به دوی غمژن کیږی -
ربط دآیت دادی چه مخکی داقامة الکتب عظمت شان ذکرشواوس دهغی تفسیرکوی په ایمان صحیح اوعمل صالح سره او وائی چه سبب دنجات دی حاصل دآیت دادی چه اقامت دکتب الٰهیه صرف دنومونو او نسبتونونه عبارت نه دی چه څوک وائی زه منسوب یم موسیٰ علیه السلام ته دانسبتونه به هله فائده ورکوی چه ایمان او عمل صالح ورسره ملگری شی (مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ) نوددی نه صرف دعویٰ دار د ایمان مراد دی لکه منافقان یا مطلق مؤمنان مراد دی (فَلَا خَوْفٌ) دا په جنت کښی مراد دی یعنی دعذاب نه به خوف نه وی اونه به په دنیا پسی غم اوافسوس کوی -