المائدة ۶۸

قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لَسْتُمْ عَلَى شَيْءٍ حَتَّى تُقِيمُوا التَّوْرَاةَ وَالْإِنْجِيلَ وَمَا أُنْزِلَ إِلَيْكُمْ مِنْ رَبِّكُمْ وَلَيَزِيدَنَّ كَثِيرًا مِنْهُمْ مَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ طُغْيَانًا وَكُفْرًا فَلَا تَأْسَ عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ

اوایه ای کتاب والو نه یئ تاسوپه هیڅ دین باندی ترهغی چه عمل اوکړئ تاسو په تورات اوانجیل اوپه هغه چه نازل کړی شوی دی تاسوته ستاسودرب دطرف نه اوخامخازیاتوی ډیرولره ددوی نه هغه کتاب چه نازل کړی شوی دی تاته ستادرب دطرف نه سرکشی او کفر پس مه خفه کیږه په قوم کافرانوباندی -

دا اوله مسئله ده دمسائلو تبلیغیونه اوتشریح ده د بَلِّغْ (لَسْتُمْ عَلَى شَيْءٍ) مراد دڅیزنه هغی دی چه هغی ته اعتبارورکیدی شی په دین کښی او فائده مند وی - نودډیری مبالغی وجی دمطلق شیئیت نه ئی اوباسی (حَتَّى تُقِيمُوا التَّوْرَاةَ) مخکی داقامت فائده ذکرشوی وه اودلته زورنه ده په عدم اقامت باندی اوپه اقامت دټولوکتابونوکښی توحید اوایمان په آخری رسول اوپه قرآن باندی داخل دی (وَلَيَزِيدَنَّ كَثِيرًا مِنْهُمْ) په (۶۴) دکثیرنه مراد یهودیان وؤ، اودلته ټول اهل کتاب مراد دی بله داچه هلته طغیان اوکفرپه معنیٰ د بی ادبئ د اللّه تعالٰی وو اودلته طغیان اوکفرنه تحریف اوکتمان په کتاب د اللّه تعالٰی کښی مراد دی یعنی دوی داقامت په ځای باندی کتمان، تحریف او تغییرقائموی (فَلَا تَأْسَ) نوددوی په دی کفرباندی خفگان مه کوه یعنی ددی کفردوجی نه په دوی باندی عذاب او هلاکت راځی په هغی باندی خفگان مه ښکاره کوه -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل