يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ وَإِنْ لَمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ وَاللَّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ
ای رسوله: اورسوه ټول هغه چه نازل کړی شوی دی تاته دطرف درب ستانه ، اوکه تا داسی اونه کړو پس نه دی رسولی تاهیڅ پیغام دهغه، او اللّه تعالٰی بچ کوی تالره دخلقو نه ، یقیناً اللّه تعالٰی قدرت نه ورکوی (ستاپه وژلو) قوم کافرانو ته -
ددی آیت نه دریمه حصه ده دسورة داختتام پوری په دی کښی دوه بابونه دی اول باب تر (۸۶) پوری دی په دی کښی اول خطاب دی رسول اللّٰه ﷺ ته اوتیزی ورکول دی په دعوت اوتبلیغ باندی اونصاب دتبلیغ دی دپاره دنصاریٰ چه هغه پنځه مسائل دی په دی آیت کښی خطاب دی رسول ته په تاکید ددعوت او تبلیغ سره په دری طریقو سره اول امر (بَلِّغْ مَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ) اشاره ده چه نصاب دتبلیغ قرآن او سنت دی مراد ددی نه تبلیغ دټول ماانزل دی په جهر او زړه ورتیاسره اوبغیر دلحاظ دیوتن نه ، او تبلیغ په نبی باندی فرض عین دی اوپه امت باندی په مختلف مرتبو او درجاتوسره دی ، دوهمه طریقه (وَإِنْ لَمْ تَفْعَلْ) نفی ددغی قیوداتو مراد ده یعنی که تبلیغ دِ اونه کړو دټول ماانزل اللّه اولحاظ دبعضی خلقو اوکړو (فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ) یعنی ستارسالت قبول نه دی مسئله دی صحیح نه ده رسولی - قرطبی وائی داتادیب دی نبی ﷺ ته اونورو علماؤ ته چه دماانزل (شریعت) نه به هیڅ مسئله نه پټوی، اوقرطبی وئیلی دی دارد دی په روافضو (اللّه تعالٰی دِ دوی اوشرموی) دوی وائی نبی ﷺ دبعضی دوحی نه (تقیتاً) پټ ساتلی دی ، کله وائی چه بعضی علمونه ئی علی رضی اللّه عنه ته خاص بیان کړی دی (لعنة اللّه علی الکاذبین) نودارنگ په دی کښی رد دی په مبتدعینوباندی (وَاللَّهُ يَعْصِمُكَ) دادریمه طریقه ده دتاکید یعنی په تبلیغ کښی هیڅ ویره په تاباندی نیشته ځکه چه اللّه تعالٰی ستاحفاظت کوی (سوال) نبی ﷺ ته په مکه کښی اوپه احد کښی اوپه نورو اوقاتوکښی خو قسم قسم اذیتونه رسیدلی دی نوداوعده څنگه ده؟ (جواب) سورة مائده ددغه اذیتونونه روستو نازل شوی ده - (لَا يَهْدِي) مراد دهدایت نه طاقت ورکول دقتل د نبی ﷺ دی -