وَلَوْ أَنَّهُمْ أَقَامُوا التَّوْرَاةَ وَالْإِنْجِيلَ وَمَا أُنْزِلَ إِلَيْهِمْ مِنْ رَبِّهِمْ لَأَكَلُوا مِنْ فَوْقِهِمْ وَمِنْ تَحْتِ أَرْجُلِهِمْ مِنْهُمْ أُمَّةٌ مُقْتَصِدَةٌ وَكَثِيرٌ مِنْهُمْ سَاءَ مَا يَعْمَلُونَ
اوکه دی خلقو عمل اوکړوپه تورات اوپه انجیل اوپه هغه کتاب چه نازل کړی شوی دی دوی ته دطرف درب ددوی نه خامخا خوراک به کړی وی دوی پورته ددوی نه او لاندی دخپو ددوی نه بعضی ددوی نه ډله حق پرسته ده اوډیرددوی نه بد دی هغه عملونه چه دوی کوی -
دادعوت په طریقه دبشارت دنیویه دی اوپه دی آیت کښی دایمان او تقویٰ تعبیرئی په اقامت دکتب الٰهیوسره ذکرکړو ځکه چه اقامت کتب الٰهیه کښی ایمان اوتقویٰ داخل ده او ورسره دعوت او اجراء دقانون الٰهی هم مراد ده اودا روستنی چه داول سره یوځای شی نودنیوی انعامات هم حاصلیږی دامضمون په نورو سورتونوکښی هم دی (أَقَامُوا) مراد داقامت نه تصدیق او عمل کول دی په خپله اودارنگ دهغی جاری کول په نورو خلقوکښی په طریقه ددعوت او جهاد او تحکیم سره (سوال) هرکله چه تورات او انجیل منسوخ دی نودڅه وجی نه په دی کښی دهغوی داقامت ذکراوشو؟ (جواب) مراد دهغی اقامت دی په وخت دنزول اودزمانی دهغوی کښی اودهغی نه روستو په زمانه دنزول قرآن کښی اقامت صرف دقرآن مراد دی (لَأَكَلُوا مِنْ فَوْقِهِمْ وَمِنْ تَحْتِ أَرْجُلِهِمْ) مراد دفوق نه وخت په وخت بارانونه دخیراوبرکت دی ، اومراد تحت نه فصلونه، میوه جات وغیره دی (مِنْهُمْ أُمَّةٌ مُقْتَصِدَةٌ) اقتصاد په عقیده اوعمل کښی دادی چه افراط او تفریط نه وی اوغلوپه کښی هم نه وی -