المائدة ۷۳

لَقَدْ كَفَرَ الَّذِينَ قَالُوا إِنَّ اللَّهَ ثَالِثُ ثَلَاثَةٍ وَمَا مِنْ إِلَهٍ إِلَّا إِلَهٌ وَاحِدٌ وَإِنْ لَمْ يَنْتَهُوا عَمَّا يَقُولُونَ لَيَمَسَّنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ

یقیناً کفرکړی دی هغه کسانو چه دوی وائی چه بیشکه اللّه تعالٰی دریم دی ددریونه - اونیشته حقدار دبندگی سیوادیوذات نه او که منع نشول دوی دهغه خبرونه چه دوی وائی خامخاجوخت به شی به کافرانوپوری ددوی نه عذاب دردناک -

دا دریمه مسئله تبلیغیه ده رد دی په بله عقیده د نصاریٰ باندی اودا عقیده دنسطوریه وه اوابن جریروئیلی دی چه ټولی ډلی ملکانیه، یعقوبیه ا ونسطوریه په دی باندی قول کوی، اوجماالدین په تفسیرقاسمی کښی وئیلی دی چه دا ډله (کولی ری دینس) وه هغوی وائی آلِهه دری دی اللّه او عیسیٰ اومریم ددی عقیدی دتثلیث په باره کښی اختلاف دی دتعبیراتو یوتعبیردادی چه دوی وائی چه اب الٰه دی اوابن الٰه دی اوروح الٰه دی اومجموعه یو الٰه دی لکه شمس (لمر) کښی دری صفات دی شعاع، حرارت اوقرص (ککوړی دلمر) (وَمَا مِنْ إِلَهٍ إِلَّا إِلَهٌ وَاحِدٌ) داصریح رد دی په قول دهغوی باندی ځکه هغوی اگرچه الٰه واحد وئیلو لیکن نورئی هم موصوف کول په وصف د الٰه سره (لَيَمَسَّنَّ) مس په معنیٰ داصابت دی اوپه معنیٰ دالصاق (جوخت) کیدل -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل